بى له توورونه ځينى ټكى او نښې شته چه د ليك په لوستلو كښې دخل لرى او يوه جمله يا كلمه له اشتباه او ابهام څخه ژغورى يعنى د دغو نښو او ټكو په ليكلو سړى پوهيږى چه په كوم ټكى بايد سړې ودريږى او كومه جمله يا كلمه په بلى پورى وتړى. د تعجب، ندا، پو...
ښه مې یاد دي چې ښایسته زمانه وړاندې هغه وخت چې زه تنکی زلمی وم، زموږ په کلي کې اوازه شو چې او کومت کې د ( شېر ) په نامه نوی حاکم مقرر شوی دی. چا چې ( شېر حاکم ) لیدلی و، زموږ د کلي ملک صیب او سپین ږیرو ته یې د هغه نښې نښانې ویلې لکه چې یوه...
زه چې وړوكى وم، اګر چې اوس هم لوى نه يم له هر چانه به مې اورېدل: فلانى بې عقله دى، په څه نه پوهېږي، د عقل په پوله هم نه دى تېر شوى او د دوه خرو اوربشې نشي بيلولى، مګر يو يو به چيرته داسې هم پيدا كېده، چې خلكو به ورته پوه او هوښيار ويلې. زه همد...
د پېرنګي د راتلونه وړاندې د پښتنو د اتعلیم څه خاص انتظام نه و، هر چا به تعلیم نه کاوه. صرف د ملایانوزامنو به د لمانځه اوداسه، روژې سرسایې، حج او قربانۍ، زکات او صدقاتو او د دغه شان مسئلو تعلیم کولو دا هم د امامتۍ له پاره لوستل به یې زده و...
سره د دې کله چې پیرنګی راغی زما یاد شي چې په پښتنو کې ډېر ښه ښه خویونه او خصلتونو لا مو جوړ وو په دروغو به ځان ورته بد ښکارېده . ورورولي عزیزولي به یې ښه پالله . یو په بل اعتمادو . په یو بل به یې ننګ کولو، راشه درشه وه مینه محبت و، که د یو بل...
ليک: جبران خليل ژباړه: زينب سالک يو ښکلى تصوير او تر ملايکو غوره څيره! د مينې بت و او د ښکلا حقيقت.د هغې په زړۀ کې د مينې او وفا نړۍ ودانه وه،هغه د کايناتو د شتون نښه او د زمانې د پايښت لامل و. هغه هر څه وه خو د هيڅ سياله نۀ وه،پر هغ...
په کټ کې پروت یم. د سر څرمن مې داسې ده لکه په خټو چې لېب شوې او بیا وچه شوې وي. مخ مې داسې دی لکه د ایلفي سریښو پنځوس بوتله چې پرې تش شوي وي. خوله مې وچه، ستونی مې تریخ او شونډې مې سره نښتې دي. د کوپړۍ دننه مې عسکري مارش روان دی. ورمېږ او مټې...
سهار وختي د ولسمشرۍ له ماڼۍ زنګ راغی. اجمل خټک په حق رسېدلی و. د افغانستان د حکومت په استازیتوب یو لوړپوړی پلاوی باید د جنازې په مراسمو کې د ګډون له پاره اکوړي ته تللی وای. زه یې هم په کې نیولی وم. په کابل کې واوره اورېده. هوايي ډګر کې په &laqu...
د استاد پسرلي د تلین په پلمه پخوانیو ګومان کاوه چې سیپۍ د اوبو سر ته راوخېژي، خوله وازه کړي. که پر دغه مهال د باران یا شبنم څاڅکی د سیپۍ په خوله کې ولوېږي نو مرغلره ترې جوړېږي. هماغومره قیمتي مرغلره لکه د عربستان په ریګستان کې د اوبو څاڅکی. د س...
نوی کابل ته راغلی وم. نوې مې فارسي زده کړې وه. یو څو ملایي کتابونه، یو څو مجلې او د تاجیک لیکوال، صدرالدین عیني، د یاداشتونو کتاب په تاخچه کې ايښي وو. له ملایي کتابونو سره مې کار نه درلود، په مجلو کې مې شعرونه او لنډې کیسې لټولې خو د عیني یاداشتونه م...