غزل

2020-09-21

د مينې تنـــــده يـــــې زما ډېــــــره كړه
چې پېغلتوب ورلــــــــه حيا ډېــــــره كړه

ستا په راتـــلو محفــــل روښــانه شولو
كه د محـــفـــل چـــراغ رڼـــــا ډېره كړه

چې په ښېرو يې زړګى سپك شو كله
زما په شـــونــــډو يې دعـــا ډېــره كړه

ستايم يې زه، احسان يې هم زه منم
ما پرې د خپل شعر ښــــكلا ډېره كړه

جانان چې سرې ســـترګې راواړولې
زما رنځور زړګـــي درزا ډېـــــــــره كړه

ښاغلي حسين احمد صادق شعرونه - نور