2020-09-21
زه چـــــــې راخــــــلـــمه کچکول او ستا ملنګ شم
نــــــــوهـــــــغـــــــه ســـــاعـت به تېر تر نام وننګ شم
نـــــــام ونـــــنـــــــګ بـــــــه وي هغه ځای رانه پاتې
بـــــه کوم ځای کې چې زه ستا په تو مت رنګ شم
پــــروا نـــشـــتــــه کـــه دنـــيــــا راپـــورې خــاندي
مــــــا شــــــوم نه يم چې نور وخاندي زه تنګ شم
ســـتــــا پــه عشق کې که ستي شمه په اور کې
فـــــــــخــــر کــــانــــــدم کـــــه زه يـــاد لکه پتنګ شم
مـــــا چــــــې عزم ستا د سپين رخسار دی کړی
وابــــه نـــــه وړم کــه په وينو کې رنګ رنګ شم
پــــــه شـــــا تــــلـــل د مـــېـــــــړ نــېــيـــو بدنا مي ده
اوس بـــــه زه ملنګ جان څه رنګه په څنګ شم