غزل

2020-09-21

دا چې څڅېږي سپين غمي غمي له هاره چينه
مونږه وه غوښتې سپينو لپو کې له ياره چينه

دسحر سترګې يې ړندې کړې په تيارو ميينو
موږ ته ښکاره نه شوله دلته تر سهاره چينه

بس خو تور مخو ته ښودل يې ددوی تور مخونه
ځکه بدرنګو کړه اعدامه او سنګساره چينه

دآشنا سترګو کړل په سترګو کې رودونه روان
او بياهم سترګو کړه په سترګو کې مهاره چينه

داشين چمن منګى ترڅنګ ،وربل کې ګوتې وهي
دکلي مستو پېغلو کړه ځانته هنداره چينه

دحسيني هوډ ليوني اوجل وهلى منزل
خدايه ته کړې! دعشق کاروان ته ټوله لاره چينه

اوس د هوسيو اوښکې څښي زموږ په غرو کې شپانه
دتقدير(( ديو)) ترې تښتولې ده حقياره چينه