2020-09-21
د ژوندون هره شيبه ده لکه اوښکه را روانه
راشه وګوره چې څنګه زه ژوندۍ يم بې له تانه
اوس چې زما د زړه له بڼه پسرلى په تيريدو دى
ګوره زما د زړه داغونه نن د مخ په زيړه پاڼه
د تيارو په ټغر ناسته د رڼا په تمه تمه
د ځوانۍ موسم مې تير شو ، بې خبره له خپل ځانه
ليونۍ غوندى يوازې زه په شاړو کوڅو کرځم
ستا يادونه ژوندي کيږي په نظر له هرې خوانه
نه هيريږې زما له ياده د غمونو په تورتم کې
نه د چا په تمه ناسته چې ډيوه کاندې روښانه
څو د اوښکو ځنځيرونه زما پرمخ وهى څپيړې
نور به څه وايم چې څنګه داسې ښکارم پريشانه
که ژوندون را سره مل شي يوه ورځ به درته وايم
اې زما د زړه دښمنه ماته مه وايه جانانه