مورجانې

2020-09-21

ســـــتـــانــــــــه زار شمه زما خوږې مورجانې!
 زمــــــــا غــــــم كې وي ستا تل اوښكې روانې
 
 نـــــــــــــن مې زړه كې وهي ستا مينه موجونه
 خـــــــــــداى دې دركـــــــړي تاته واړه جنتونه
 
 تا راكړى لـــــــــــــــــوى نعمت د ژوندانه دى
 لادې ايــــــــښــــــــې په ما نوم د پښتانه دى
 
 اول رادې كــــــــــړه شــــــودو كې د زړه وينه
 پـــــــــــــه كــــــــې ګډه وه د قام او وطن مينه
 
 بيا رازده دې د خداى نوم كړو مورې ماته
 چــــــې شيـــبـــــــه دې فــــكر نه وبلې خواته
 
 ډير په مينه محـــــبـــــــــت دې لـــــــــويــولم
 پــــــــه مــــــــزه پــــــــه الـــلــــهو دې زنګولم
 
 ســــره بـــــوټــۍ دې يم په غيږ كې ګرزولى
 نـــــازولــــــــــى تــــــــل پــــــه مـــينه لوبولى
 
 ســـــتــــا خوږې ژبي ورو ورو په مينه مينه
 كــــــــړه زمـــــــا د ژونــــــــدانه دنيا رنګينه
 
 پـــــــه زارۍ پــــــــه جــــار قربان په اللو كې
 تا د ژوند په هنر پوى كړم په ورو ورو كې
 
 چـــــــــــې پـــــــــه ناز به دې لـه خوبه پاڅولم
 پـــــــــه مــــــــــزه بـــــــه دې د مــــينې پوهولم
 
 كـــــوم خـــــدمت دې كړم په ګوته ماته ګرانې
 ستــــــــانـــــــه زار شمه زما خوږې مورجانې!
 
 راكــــــول بــــــه دې د ننــــــګ غيرت درسونه
 خــــــــــــــــــــداى دې دركړي تاته واړه جنتونه
 
 كـــــــــه د ژبـــــــــې زده كړه ښكاري ډېره ګرانه
 تـــــــــــــا رازده كــــــــــــړه مــــــاته ډېره په آسانه
 
 زه دې لوى كړم په نــــــــــــــــازونـــــــــــو نعمتونو
 د رشــــــــــتــــــــيـــــــنې مــــــــــور ولۍ په صفتونو
 
 چې بــــــهر به مـــــــې لـه خولې سوې زګيروى شو
 پــــــــــــــــه درزابـــــه دې ګوګل كې ګډ زړګى شو
 
 چې سلګۍ بــــــــــــه پــــــه وښكي زما خوره شوه
 ستـــــــــــــا د تـــــــــن پــــــه ښار به ګډه زلزلــه شوه
 
 زمـــــا غــــم كـــې تر ســــــــهــــــــــاره ژړېــــــدلې
 دډيـــــــوې غونــــــــــــدې مـــــــــــې سرته بلېدلې
 
 هـــــــــــم روزونــــــكـــــــــــې يــې زما هم پرستاره
 لاتـــــر اوســــــــــه زمــــــــــا غــــــــــم كـــې ناكراره
 
 مـــــــــــلادې كړوپه سر دى سپين شو په ماتم كې
 چــــــــې ټـــــــــول عــــمر دې كړو تېر زما په غم كې
 
 زه لا هـــــــــــاغـــــــه شــــــــــــان مغرور يمه نادان يم
 نـــــــاخــــــــبــــــــــــره پــــــــــــه كـــــــــږو لارو روان يم
 
 زمــــــا ســـــــــاه ســــــــره ستا ساه ځي پورته ښكته
 مـــــــانـــــــادان تـــــــــــه وې ستا اوښكې بې قېمته
 
 د اولاد د خــــــــوږې مـــــــــيــــــنې قـــــهــــــــرمـــانې
 ستــــــــــانـــــــــــه زار شــــــــمه زما خوږې مورجانې!
 
 تــــــــــــــه خـــــــورې اوس هم كرۍ شپه زما غمونه
 خــــــــــداى دې دركـــــــــــړي تـــــــــاته واړه جنتونه
 
 خــــــجــــــــالــــــــــت يـــــــــم مورې تاته خجالت يم
 چــــــــــــې بــــــــې برخې ستا د مينې لــه خدمت يم
 
 تــــــــــا پــــــــه ځـــــان تودې سړې كړې ډېرې تېرې
 مــــــــاتـــــــه ګــــــــــوره چې لـه سره مې كړې هېرې
 
 تــــــــاويــــــــل كـــــــمـــــكى بچى به مې زلمي شي
 پـــــــــــــــرې پــــــــوره به مې د پاتې ژوند كمي شي
 
 دى بـــــــــه ونــــــيـــــــــــســـــــــي د قام د خدمت لاره
 نو به فـــــــــــخر شي زما د ژونـــــــــــد لــــــــپـــــــــاره
 
 خــــــــــو افـــسـوس چې زه زلمى شوم لېونى شوم
 د ځــــــــــوانــــــــۍ د هـــــــــوســـونو سپېلنی شوم
 
 زه د ژوند په مينه مست يــــــمــــــــه خـــــــــــوشـاله
 د ځوانۍ په نشه ډوب ګرزم پــــــــركــــــــــــالــــــــه
 
 بې خبره بې پروا شــــــــومــــــــــــه لـه تـــــــــانــــــــه
 ځوړند سرګــــــــــــــــرزم د بـــــــــــل څه لـه سودانه
 
 رانه پاتــــې ستــــــــا ارمــــــــــــــان دى لانيمګړى
 مورې خــــــدايـــــــــــــږو زه دې ډېـــــر يم پوروړى
 
 ژونـــــــــــد مـــــــــې تـــېر شو رانه واړه نادانۍ كې
 قيمتي عمــــــر مـــــــــــې لاړو ارزانـــــــۍ كــــــــــې
 
 نــــــــــن لــــــــــــه شـــرمه ځي زما اوښكې پريشانې
 ســــــــــــتـــــــــــــــا نه زار شمه زما خوږې مورجانې
 
 ځــــــــــكـــــــــــه مـــــــــروړم د افسوس ځنې لاسونه
 خــــــــــداى دې دركــــــــــړي تـــاتـــــــه واړه جنتونه
 
 لــــــــكـــــــــه زه زمــــــــا پـــــــــه شانتې ميلياردونه
 پـــــــه نــــــــړۍ مـــــــيــــــــــنــــــــدو روزلي اولادونه
 
 ځــــــــــنــــــــې ځــــــنـې په كې ما غوندې باغي شي
 څـــــــــــــوك د مور تياره ژوندون ته روڼ غمي شي
 
 چــــــــې كــــــــوم ځــوان د ننګ ډګر كې قهرمان شي
 بــــــــريـــــــالــــــــى د ژونــــــدانـــــــه په امتحان شي
 
 يـــــــــا چې څــــــــوك خپلو همزولو كې نامدار شي
 بـــــــــس هــــــــغــــــــه د ميندو وياړ او افتخار شي
 
 هــــــــــــره مـــــــــــــور د خپل بچي په غيرت وياړي
 هـــــمــــــېـــــشه يــــــــې سرلوړي لـه خدايه غواړي
 
 بــــــــخــــــــتــــــــور بــــــه كـــړي د ميندو خدمتونه
 چــــــــې شـــېــــبــــــه شـــــېــــــــــبه ترې اخلې لذتونه
 
 ډېــــــر پــــــــښيمان په تېر عمل يم ګرانې مورې
 ســــتا د پــــــښو خاورې به كړم په سترګو پورې
 
 دا بــاقــــي ژونــــــــد مــــــــــــې وطن ته نذرانه دى
 ســــــــــــتـا سودا كــــــــــې مې زړګى دانه وانه دى
 
 كه ســــــتا روح او زړه پــــــه ژوند رانه خوشال شي
 نو سېلاب به هله ستا د ميـــــنــــې ســــيـــــال شــــــي
 
 اى پـــــــــــه مــــــــا ټــــــــــــــولــــــې دنــــــــيانه مهربانې
 ستا نه زار شـــــــــمـــــه زمــــــا خـــــــــوږې مـــــــورجانې
 
 بـــــــــــې لـــــــــه دې مــــــــــــې پـــــــــه زړه نشته آرمانونه
 خـــــــــــداى دې دركـــــــــړي تــاته واړه جـــــنـــــتـــــونــــه