غزل

2020-09-21

زړه مى د ښکلى بڼ گلان غـــــــــواړي
خيال مى بيا مينه او جـــانان غــــــواړي


ژوبل احساس مى بيا چغارې وهــــــي
د خپل رويبار له خولې پيغام غــــــواړي


ناسوري زخم مې بيا څړيـــــکې کــوي
دغه خپل درد ته يو درمــــان غــــــواړي


د ژوند سپوږمۍ ده پـــه پټ مخ ناسته
ځان ته يو شين ښکلى آسمان غواړي


د ژوند سپرلى مې ګيلمند غوندې دى
له مانه ښکلى ګلستان غـــــــــــواړي


د خلوت شمعه مې رڼا وې نه کــــړي
شاو خواته ښکلي پتنګان غــــــــواړي


خپل پيغلتوب مې هـــم خــــــــپه رانه
له ما بنګړي او يــــو پيــــــزوان غواړي


پښتون ښايست مې ګنهــــګاره بولي
په رنجو تور رانه چــشمان غـــــــواړي


( مينې ) د ژوند لارې اغــــــزو نـيولې
رانه د ګـــلــو يـــو کـــــاروان غــــواړي

د اغلۍ مينه صابر وردګ شعرونه - نور