د رڼا څرك

2020-09-21

داتورې شپــــــې دي رڼوو يي په سباپسي ځو
هلته يوڅوك دى يوڅه وينوبس پداپسي ځو
 
لاره تياره ده هيڅ ډېوه په لاس كي نه لرو موږ
موږليوني خــــــــــــولويه خدايه په رڼاپسي ځو
 
مينــــــــــــــــــــه لرو مينه پالودميني قدركوو
صحراته وځودمجنون غوندي ليلاپسي ځو
 
قاره خدايه ! موږته دومره بيايي نصيب كړه
چـــــــي لاره وينواوټول وايوآشناپسي ځو
 
(روحاني) هله به موږخپل ننګ اونښان وګټو
چي دنيـــــكه توره راواخلوپه باباپسي ځو.
۱۳۸۴_۱_۴
كابل

ارواښاد عبدالصمدروحاني شعرونه - نور