اختره

2020-09-21

اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســــــونه سره نوي کالې مه غواړه

دلته د هر چا په کور غــــــــــم پريوتی
په چــــا هم تندر په چا بـــــــــم پريوتی
آ لوړ منار زمــــونږ د چــــــــم پريوتی
اوس نو اتڼ زمونږ مستې مه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه

ډیـــــرو غمو مونږ نه خندا هيره کـــړه
دی بيوسو مونږ نه موسکا هيره کړه
مونږ يي راتلو ته ستا تابيا هيره کړه
ددي مجبور کلی دوستــې مه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه

د خټو کــــور می سيــــــــــلابونو وران کړ
څه زلــــــــزلو څه طـــــوفانونووران کــــــړ
ګــــودر چنــــــار مي راکټونو وران کــــړ
اوس ډير غريب يم زما خاني مه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه

ورشه مشران زمـــــــا بی صبره ښـــکاري
نن غـــلامـــان درته بي صـبره ښـــــکاري
دا خود خواهان درته بي صبره ښکاري
لــــه دي چاپړوسو نه راستې مـه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه

هلـــــمنده اوس به څوک اختر ولمانځي
 تشو لاســــــو  خاوری په سر ولــــمانځي
ياپه کابل او يـــــا خـــــــيبر ولــــــــمانځي
تير شه له مــــــــونږ نه شيرينی مه غواړه

اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه

2010/09/10  کمکی اختر، مالمو سویډن