2020-09-21
کابل هم پېژنم بگرام پېژنم
زه خو پښتون یمه زه قام پېژنم
د ستا د زړه کلي کې و گرځېدم
د ستا د تشې خُلې سلام پېژنم
نه یې و ځایې او نه هغه و گنې
بې قدره نه یم احترم پېژنم
ما نه د ژوند پوښتنه څله کوې
زه خو بېوسه یم ناکام پېژنم
څه په بې قدره ځای دې راوستمه
گنې زه عجزه خپل مقام پېژنم