اى، وطــن مې ډېر ډېر يادېده قربان
اى، زړه مې لــه درده چاٶدېده قربان
اى، هآاااااااا د سړې چينې اوبه قربان
اى،شپون، اوشپېلۍ،غـر،او رمه قربان
اىىى، دا په ګاږه نظـر ويشتل درځار،
اى، دا په صفونــــو کښې باڼه قربان
اى،ۥمـــلِزم ،محروم، مقتدي زه قربان
اى، سپين او سېڅلـــى امام ته قربان
اى، زلفې دې ولې ورانې ورانې کړې
اى، لکـه د دنګ پير غر شواٶنه قربان
اى، د جنګ زپلـــــي هېواد خلکو ته
اى، ورکړئ قلـــــم بسته تخته قربان
اى،د نړۍ ګړد خلک به ښکلـــي وي
اى، پرمفتـون ګران دي پښتانه قربان
(شواٶنه) د زيتون ونه