وروستۍ چغه

2020-09-21

مشکله ده

مشکله ده
چې هغه دې 
کوټې ته د لمر 
دراننوتونکو وړانګو
غږ هم واوري
چاچې په بم کې 
د الوتي انسان
وروستۍ چغه
اوريدلې وي

مشکله ده
مشکله ده
چا چې يو ځل
په وينو کې
دلژند غروب
ننداره کړې وي
او هغه دې بيا
د سپرلي
دلاس
شنه رګونه 
هم وپيژني
مشکله ده
مشکله ده
چې شپه 
په خپله و وايې
سحر شو
مشکله ده