یو سوال مې له مودو مودو نه ذهن کې تاوېږي
چې ستا د هېرولو دوا کوم ځاى کې خرڅېږي
دا کومه معجزه ده او دا کوم يو کرامات دى
د ځمکې نه چې خلک پورته پورته وچتېږي
چې غوټه دي زمونږ د ژوندانه هيلي ورپورې
نو کله به هغه قافله خدايه راستنېږي
زه څنګه د مرګونو تزکرې ووارم سړيه
شاعر خو په وړو وړو خبرو خفه کيږي
زمونږ د ښار نه لاندې دي د شګو کمرونه
اخر به دغه ځمکه يوې کندې ته غورځيږي
اتله مونږ به وخته يو له تندې نه مړه شوي
په غرونو چې دا واورې ويليکېږې رارسيږي