ستوري

2020-09-21

 موږ د ښكلا په لوري ځو د ميني توري راوړو 

او د وطن د هسك لپاره رنګين ستوري راوړو
 
ځو له تقدير څخه بدله د كړاوونو اخلو 
او د ژوندون شلېدلى هار مو پرله پوري راوړو*

څنګه ملګرو زموږ ادب به پرمختګ و نه كړي
چي هر غزل كي د الله د نامه توري راوړو
 
موږ خو په شان د پتنګانو قربانۍ لره ځو 
د ازادۍ شغله د خپل وطن په لوري راوړو

چي حريفان راته بې ننګه كله و نه وايي
د تن څراغ لره د وينو تېل سرزوري راوړو
 
موږ په ټوپونو بيا دلمر كاله و خواته درومو 
داسي څراغ چي ټوله يو شان رڼا پلوري راوړو

۹/۴/۱۳۸۰ كندهار
* تر دغه ځايه د پتيال صاحب د غزل څخه اخيستنه