کله چې صـــنم ته غــــاړه ورکړمـــه
زخم يم مرحـم ته غـــاړه ورکړمــــه
پاتې شې کـارونـــه د دنــــيا رانـــــه
کله چې چــيلم ته غـــاړ ه ورکړمـــه
کله چې ګل مخه روخــسار وويـــنم
بورا شمه شـبنم ته غاړه ورکــړمــــه
بيا دخوشحالى ماڼۍ مې ړنګه شـې
غم سره چې غم ته غـاړه ورکړمــــه
نـــو وګـرځمه وګرځمـه زه نـصـــرت
بيا هم ستاسې چم ته غاړه ورکړمـه