غزل

2020-11-04

زه زم مسجد ته،  ته جارو کړه دهرمسال قربان

ته هولي ولمانځه " زه لمانځم نوی کال قربان

 

دلته وړه شان خوشالي هم ده " وبال قربان 

دلته روا دی بس د هر انسان قتال قربان

 

کړو ترقي که یو روان مخ په زاوال قربان 

دا خلک نه پرېږدي مونږ چرې په خپل حال قربان

 

نن امتحان دی  نن ښکاره کړه خپل کمال قربان

تکړه شه ولوله زما سترګو کې سوال قربان

 

دا چې مې ګورې زه همېش یم په دې حال قربان

له تانه جار ستا د ښاېست نشته مثال قربان

 

یو خو مې بدې شي تر منځ دغه دېوال قربان

درنه یې وخوړ ستا د غونډې زنې خال قربان

 

ساېره!  غم مې وړکتوب نه انډیوال قربان 

دا چې مې پرېږدي د دې هیڅ نشته مجال قربان

 

۲۰۱۹/ جون / ۱۴  اسلام اباد