غزل

2020-11-06

ستا دسترګو ستمونه دی ژوندی وی

دازما درانه غمونه دی ژوندی وی

 

ما په دغه ځای کی زړه دی خپل بایللی

ددی کلی ګودرونه دی ژوندی وی

 

لږمی پریږدی چی په سر باندی یی بادکړم

دوطن خاوری ګردونه دی ژوندی  وی

 

ددی کلی ددی خلکو دا عادت دی

دا ناندری دا پیغورونه دی ژوندی وی

 

که په زړه می ږدی هزار هزار زخمونه

خو دا ستا دمخ خالونه دی ژوندی وی

 

یوه ورځ به داسی واوري ټکور مړ شو

ورنه پاتی غزلونه دی ژوندی وی

 

۲۰۱۵_اکتوبر