2020-11-09
زما ملګریه! زما لمر ملګریه
زما د شپې زما د سحر ملګریه
له ستړو سترګو مې ګردونه څنډې
تورې ارواح ته څراغونه راوړې
ته مې رګو کې تازه وینه غواړې
ګرده لمن مې ګلورینه غواړې
د جنګ په ښار کې مې موسکا کې نغاړې
له دې تیارو مې په رڼا کې نغاړې
ازغي مې یو، یو له پلو ټولوې
ما په پسته غېږ کې د ګل ویدوې
لوېدلی کور مې د باور جوړوې
د ډاډ مرۍ مې په ټتر ځړوې
له دې محدودو تعریفو مې باسې
له قیوداتو دایرو مې باسې
ملګریه پاڼې او کیسې راکوې
دا شګې، پلونه او څپې راکوې
وزرې راکړې زرزري وزرې
سترګو کې ټولې کړې زما سندرې
ته راته غوږ یې اندیښنې مې اورې
ترخې خبرې او غوسې مې اورې
ته ماته ګورې چای دې سوړ شي درنه
زما به څرنګ زړګی موړ شي درنه؟
زما ملګریه! ته د لمر له ذاته
هیلې ویدې مې ویښوې راته
خړې هېندارې ځلوې راته
دښته د زړه مې غوړوې راته
زندګي بیا راګرځوې راته
خوښي پلو کې شنه کوې راته
سترګې دې غبرګې اړوې راته
جوړه لاسونه ستنوې راته
ژوند مې د ګل له ذات کوې راته
دښته د زړه مې غوړوې راته
زندګي بیا راګرځوې راته
زما ملګریه! زما لمر ملګریه
منم تیاره به مو ځلا تتوي
شپه به خپړې په موږ ولګوي
زموږ رګونه به جلا کړي سره
دا روان پلونه به جدا کړي سره
خو لکه لمر به بېرته سر هسکوو
دا ورکه لاره به پخپله مومو
څنګ به د یو او بل خالي نه پرېږدو
په خپلو پښو کې به ازغي نه پرېږدو
زما ملګریه زما لمر ملګریه
زما د شپې او د سحر ملګریه
څنګ به د یو او بل خالي نه پرېږدو
په خپلو پښو کې به ازغي نه پرېږدو