دمينې نظمونه

2020-09-21

په ژيړ مازديګر كې
دبام سرته چې
راوختې
ماليدلې
سترګو مې ستا سترګو ته
كتلې
خوته مغروره وې
زما حال ته دې نظر نه ولو
په كرشمو كرشمو لاړې
زه دې پرېښودم له ستورو او
آسمان سره
له سوچونو او سوداګانو سره
بيا مې ستالارڅارله
اوبيامې ستاپه لورې كتلې
خو هيڅ هم نه ول
 ستا په يادمې ټوله شپه
ترسهاره پورې
بې خوبي وكړله
په زړه كې مې د ډيوې ترڅنګ
له تانه ګيلې كولې
بيامازديګر ترڅنګ دګودر
ستا دراتلو شيبې مې شميرلې
خوته ، چې راغلې ماته دې سم دواره ګيلې
 وكړې
او ودې ويل، چې ها مازديګر
ډېرې به دې راته ښيرې كړي وي
خوڅه وكړ
ظالمه ميره او ورورمې څاري
 نه ، خو داسې نه وه ، چې ته وايې
پوه يم دكلي كور پيغورنه
په ګودر كې دنجونو شورنه
بيا به يې رسوا كړي
وو په ټول كلي
بيابه نه وه زما اوستا دادګودر
سيلونه
هغه ستا دسروبنګړو
ډك مړوندونه
دخندا ډكه خولګۍ
سپين لكه واوره غاښوونه
اوزما دشپلۍ
آوازونه
چې تاته يې دركول دمينې الهامونه
اومابه ترې ليكل دمينې
نظمونه