غزل

2020-09-21

کرکه کـــــــــــــــوم لـــه مينې دامې عادت شوى دى
له ښکلوګرځم لرې دامې عـــــــــــــادت شـــــوى دى
پروادهيڅ نه کوم دخپل پــــــردي نـــــــــــه منـــــــــــم
له کلى ځم چې لرې دامـــــــــــې عـــــــادت شوى دى
ظلم زغملاي نشم،مظلـــــوم ليـــــــــــدلاي نــــــــشم
نه شم ويلاي اغابلې دامـــــــــــى عـــادت شوى دى
له چاڅه نه غواړمه نه له چـــــــــــا تمــــــــــــه کـــووم
نه کړم تقديرځينې شکوې دامې عادت شويــــدي
کاروان ډېر لرې تللي پسې روان بــــــــه يــــــــــمــــه
جاري چې ساتم هڅې  دامې عادت شــــويــــــــدي
 که سيم اوزرراکوي يا ځاي لږ بــــــــــــرراکـــــــوي
 نه چې غولېږمه پرې دامې عادت شــــــــويـــــدي
مورهېرولاي نشم،خاوره پـــــــلــــــــــــورلاي  نشم
  دايې راکړي چې شدي اوس مې عادت شويدي
د(امين زي) دنيا چې چـــــــــــــا ورانــــــــــــــــه کړه
که ورته ځېرشي وروره تل به نفرت ترينه کـــوي

ښاغلي فهیم الله امین زي شعرونه - نور