2020-09-21
هېنداره د يادګـــــــــــــــــارمې ماتيده چې ته راتلې
له شنه اسمــــــــــــــــــان ږلۍ را وريده چې ته راتلې
دستورو په کاروان کې چې ناڅاپه منځ ته راغلې
د خيال دنګه ماڼۍ مــــــــې نړېده چې ته راتــــــــلې
ګونګي جرس مې بېرته په اواز کړلو لاس پــورې
خپسه دچوپتيا ترې ولــوته چې ته راتــــــــــــــــــلې
زما ستړو سترګـــــــــــو ته ارام دديدار راغــــــــــى
پـــــــــــــه شونډو کې دعامې ناڅېده چې ته راتلې
پــــــــــــــــر مخ دهګۍ نه وو هيڅ رنګونه داختــــــر
اشنا لکـــــــــــــه پروين وه، ځلېـــــــده چې ته راتلې
دشپې ګريوان دې څيرې کړ په غــــــــــشيود بــاڼو
شغلــــــــــه د سباوون وغځيده چــــــــــې ته راتـــلې
۱۳۷۸/۵/۹ خوست ــ ګربز