راتـــه پـــاتــــی لـــه لــــویــــانـــــو دا پــیــغــام دی
چـــې د بــل پــه درنــاوی کــې درونـــد مـــقــام دی
کـه نــظـر دی خــپـل اوچـت ســاتــی نــو پــوه شــه
چـــــې لازم د بــــل نــــــظـر تــــه احــــــتــــــرام دی
د نــیـم ډک او د نـــیـم تـــش جــام بــیـلــګــه ګــــوره
چـې مــنــفـــی او هـــم مـــثـبـت رنــګ د کــلام دی
خــېـرخــواهــان وايــي نـیــم تـــش د اوبــوجــام دی
بـــدخــــواهــــان وايــي نــیـم تـش د اوبــو جــام دی
چــې د بــل پــه ســپــکـاوی کې درنـــښـت غـواړی
درونــد بــه نـــه شـــي تـــل پـــدې کـار نـــاکـام دی
چـــې دبــل د غــــلامــی ســــوچ لــری ســره کـــــې
ازاد نــــــه دی، د ده هـــــــم ذهــــــن غـــــــــلام دی
ســـتـوری وايــې دا مـــنــلــی ټـــــول جـــــهـان دی
خــپـلــواکــې بــنــیـادی حـــق د هــر یـــو قــــام دی