2020-09-21
د ناوېتوب مې يو څو شپې تېرې وې
زه وم د کلي يو طالب ته واده
لس کاله کيږي طالب جان ورک شوی
مړی ژوندی يې هيڅ مالوم نه دی
څوک راته څه څوک راته څه وايي
چابه ويل چې په بګرام کې به وي
څوک وايي نه، ګوانتانامو کې به وي
زه هره ورځ راديو ته غوږ غوږ يم
داځل يې بيا څومره بنديان خوشي کړل؟
زما طالب به پکې وي او که نه؟
او چې نهيلې شمه
لګيا له ځان سره شم
قلم کاغذ راواخلم
يو داسې ليک وليکم
د طالب جان په نامه:
زما جانانه سلام
ګرانه سلام درلېږم
خدايزده چې چېرې به وې
مړ که ژوندی به وې ته
خو زه مې خپل زړګی په دې خوښوم
ځه نن سبا به راشي
هغه سبا نه راځي
بس يوه توره شپه ده
او رڼا نه راځي
منم چې دا ليک تا ته نه رسيږي
خو زه پرې تل خپلې عقدې سړوم
خپلې د اور په څېر جذبې سړوم
نوې جامې مې د واده تر اوسه ټولې اېښې
بېګاه ماښام مې د واده د شپې جوړه ليدله
د سرې لمبې په څېر مې نوې لوپټه ليدله
تر نيمې شپې مې ورته ډېر وژړل
په ځان پوی نه وم، ويده شوې ومه
په خپل کميس باندې وم پاسه پرته
سحر دې مور راغله راپورته يې کړم
راته يې ويل چې ته شرمېږې نه
زما په زوی پسې زاره وچاوده
تا د واده د شپې جوړه راخيستې
زما له زوی دې طمع وشليدله
ځکه د باندې دروازو کې ګورې
يا له کړکي نه په چولو کې ګورې
ما خپلې سرې سترګې ورپوته کړلې
کميس مې ټول په خپلو اوښکو لوند و
مور دې سپېره بولي ما
پر ما لعنت وايي
وايي چې ته مو راوده يې دلته
موږ ښکلې ورځ بيخي ليدلې نه ده
هيڅ خوشالي په موږ راغلې نه ده
که ته ژوندی يې چرته
نو خدای دې ژر راوله
چې نوره خلاصه له پېغوره شمه
يو دې دعا ته به سرتوره شمه
که ته شهيد يې چرته
نو دا يو سوال کومه
چې خدای دې ما هم مړه کړي
نه کوم نور په سرو اورونو ژوندون
نه غواړم نور د تهمتونو ژوندون
د ارمان فصل مې زرغون کړې خدايه
نور مې ښېرازه داژوندون کړې خدايه.