2020-09-21
نـه داسیل وې نه دا خوند وې
نــه د بــــل په خوښه ژوند وې
د ښـــکلا پـــــه اورستـــي وې
نه دا بـــــې روح هستـــــي وې
د کــنـړ د سینــــــد مستي وې
راکې میــــنــــه پــــر ستي وې
په ګودر باندې مـــــې لار وې
د منګو سره مـــــــــــې کاروې
له دیـــــــدن ډک مـــاذیګـــرنه
په څپو څپو کې ځــــــــــار وې
تل د هـــــــرې حـجرې ساه وې
د ښکلې غـــــــــــږ یکه ظاروې
د سره اوړي ســــــره غرمه کې
د سیند غاړې تــــــــه دیره کې
د اوګر وکاسې مـــــــو څکلې
شنه خوبونــــه مـــــو کـــولــې
رانه تـــاو خـــپــل وپردي وې
د څوکــــــــې مــــا زیګرې وې
له ساقې نـــــه ځـــــاریــــــدلې
چا تاکونه نه ســــــیـــــــزلـــــې
موږ د حسن میـــخـــانـــه کـې
د دیدن نیــشــــــــې کــــولــــې
چا باروت نه پیــــــژنــــدلــــې
موږ په سترګو ښکار کـــولې
داشنا د زړه کـــــــوتـــــــــــــرې
مو په مینه خـــــپــــل ولـــــــې
پــه یـــاقـــوتـــــو زمـــــــــــردو
مو جانان سینګـــــــار ولـــــې
په کتو کې مو پــــــیـر زو وی
هر پیغله مو دور خــــــــــووې
زه رباب ته مـــــــــــــې ادم وې
هر یو ساز مو د یـــــار غم وې
دوصال دمعـــــــــــــراج لور ته
په اخلاص مو هـــــــر قدم وې
په هر کور به مواختــــــــر وې
هراختر به بـــخـــــتــــــــور وې