غزل

2020-09-21

مست يم له مستيو نه سر شاره زما مينه ده

ډکه له نشو او له خماره زما مينه ده

 

مه رانژدې کېږه شيخه ځه وخت د مستۍ دی

هسې به خپه شې نا قراره زما مينه ده

 

تا د جنت حورو ته دام ايښی په شيخۍ کې دی

خدايږو  وله دامونو نه بيزاره زما مينه ده

 

وينه مې رګونو کې ځيږي له مستۍ ځنې

دغه تقدس ځنې نثاره زما مينه ده

 

دا مستی د مينې په يو ځل هم نصيب کيږي نه

راشه ساقی راشه انتظاره زما مينه ده

 

زه دمينې مست یم او قتيل د خوږې مينې يم

خدايږو چې له نورو بيله لار زما مينه ده

کابل ۲۸ـ ۴ ـ ۱۳۶۲