خټك بابا

2020-09-21

آواز نه و يو تندر و شو خپور په اكوړه كې
ټول كلي كې شوې ساندې گډ شو شور په اكوړه كې
 
سپاهي د باچا خان اجمل خټك له دنيا لاړو
وزر د عـــزائــيل بانـــــدې شو سپور په اكوړه كې
 
يو غر و چې راپريوتو وطن يې په لړزان كړ
باچا د شـــاعـــــرۍ و شـــو نسكــور په اكوړه كې
 
يتيمه شاعــــري شــــوه د خټك بابا په مړينه
خپره شوه د وير كړيكه كور په كور په اكوړه كې
 
ستا گل او بلبل ژاړي پروانه او ډيوه ژاړي
د زړونو په كترو بل شو ســور اور په اكوړه كې
 
په چغه د غيرت پسې حجره او ديره ژاړي
رباب ژاړي لـــه غمــه شو تك تور په اكوړه كې
 
دا ستا ملنگنامې پسې كباب لوغړن گرځم
په زړه د شــــاعـــرانو بل شو اور په اكوړه كې
 
جيلم مچ سنترجيل دې شو راټيټ قدم بوسۍ ته
همت دې هــر رقيب ته شو پيـغور په اكوړه كې
 
ستا ځـــاى كله نيوى شي شاعـــــران په پښتنو كې
” قتيله “خوږ زړگى شو سوى سكور په اكوړه كې
 
۱۳۸۸/۱۱/۲۰