زما تنــــه خـوږ وطنــــه ستا پـــه غرونو مې سلام دى
چې ستا لاره كې ځـــار شي پــــه ميـړنيو مې سلام دى
چې تا پلــــوري پــــه ډالرو د هغــو سـرتــــه خنجر يم
چې تا ژغــــوري لــــه غليمه په تورځنو مې سلام دى
زه به ځار له هغه چا شم چې تا خلاص كړي له غليمه
د وطـــن پــــه مينــــانو همتــــونـــــو مــــې سلام دى
پــــه وطـــــن مــــې پـــيرزو نـــه دي د پرديو قدمونه
د پــــرديو پــــه ســـــر بـاتــورو قدمونو مې سلام دى
د “قــتيل” خــواږه شعرونه د خاين د سترگو خار دي
په دې خپلو سوزوونكيو ښــــو شعرونو مې سلام دى