له جنگ سره جنگ
2020-09-21
زه له جنگ سره په جنگ يم
جنگ زما ښايسته نړۍ کړي
په لوخړو تکه توره
ښايسته ښکلى ماشوم وي
د مور غيږه کې لوبيږي
مور يې وتخڼوي مينه
لغتکې کړي مستيږي
بم د پاسه را غوټه شي
د مور وينو کې شټيږي
مينه وچه شي په زړه کې
زړه ټوپونو، نه ودريږي
نه خندا او نه موسکا وي
فوارې وي د سرو وينو
د انسان له زړه خوټيږي
جنگه ورک شې! جنگه ورک شې!
زه له تاسره په جنگ يم
ښايسته گلان خزان کړې
دښته جوړه کړې له کوره
مور د زوى سرته ژړيږي
زوى د پلار پسې گرځيږي
همدا چيغې وي هر ځاى کې
هلئ پلار مې، هلئ زوى مې
هلئ ساه مې د مور خيژي
چې لمبه پرې بله راشي
شنه تخته شي وغځيږي
ښايسته ښکلي مخونه
داسې واړ وې په بله
چې هرگز پېژندى نه شي
بل لاڅه چې دى په خپله
خلاصه کړې چې تا خوله ده
ولسونه دې خوړلي
جنگه تا سره په جنگ يم
تا ښکلا ته مې د مينې
ده ورکړې بڼه نوره
ښايسته ځوانان دې ورک کړل
د دنيا له ښکلي مخه
ښه سوغات دې شل او شوټ دى
څوک بې لاسه څوک بې پښو وي
جنگه ورک شې تور ښامار يې
د انسان د سر قاتل يې
نه دې زړه په چا رحميږي
نه دې مينه را پاريږي
راته څه لوي مصيبت يې
د مغرور انسان افت يې
اور او وينه در سره دي
د ښايسته نړۍ لپاره
ته لوى تندر يې هيبت يې
ځکه تا سره په جنگ يم
جنگه ورک شې د دنيا نه
چې خلک خلاص شي ستا له اوره
تل دې سوله امنيت وي
چې جهان ټول محبت وي
هر خوا مينه وي خندا وي
را خپره په وچو شونډو
د غريب ماشوم موسکا وي
تازه گي او طراوت وي
هره خوا ښکلا ښکلا وي
هره خوا زينت زينت وي
ژړا ورکه وي د خولو نه
ښه وروري صميميت وي
ژوندون خلاص له بيوزلۍ وي
محترم انسانيت وي
جنگ دې ورک شي تالانگر دى
سوله تل دې ژوندۍ اوسي
زه له جنگ سره په جنگ يم
جنگ زما ښايسته نړۍ کړي
په لوخړو تکه توره