روژه؟

2020-09-21

 له خوراکه چې تړي خوله

نور هرڅه په ډېره مينه
خپلې خېټې ته شړي خوله
په غيبت ژبه گويا وي
سترگې ډېرې بې حيا وي
گام اوچت په شيطانت شي
اموخته يې لاس په غلاوي
د سيسو کې چې صرفيږي
چې فکرونه يې گمراه وي
وي د ورور قتل ته وږي
پړسولي يې وي سږي
چې دښمن د نيکمرغۍ وي
ورانوي، چې د ژوند لاره
بندوي، چې د ژوند چاره
گاونډي چې يې نهاروي
دده زرقسمه افطار وي
د حرامو پروا نه کړي
دسترخوان باندې يې گوره
نعمتونه زيات کتاروي
چې په سود او په رشوت وي
د افطار به څه لذت وي
چې يې سترگې تماشا کړي
نظر لوبې په حيا کړي
دا روژه لاڅه روژه ده
تش د گېډې انديشه ده!