لا مې د زړه د دیوالونو تر شاه
ښکلې پري د غزلونو اوسي
په کې برجونه د غزل جوړوي
په کې د ستورو یو محل جوړوي
ورته رنګونه له یزدانه اخلي
تورو ته څڼې او اوربل جوړوي
داسې پري مې ده په زړه کې ناسته
داسې پري ته مې زړګی ور کړی
چې غزل پیغلې په سینګار راولي
ګونګې بلبلې په چغار راولي
د بدرنګۍ سره کینه کوي دا
د غلامۍ سره کینه کوي دا
ښکلا پرسته مینه ناکه ده دا
په ژوند مینه او خپلواکه ده دا
هره شیبه جانان جانان یادوي
دزړونو کور افغانستان یادوي