ستاسيورى

2020-09-21

ته هوښياره وې

بې غمه شوې
ياد دې زما له ياده
پاک کړ
زه چې اوس هم
ګل ته ګورم
ته را ياديږې

خو لکه بې خياله شعر
زر مې له ياده وځې

پوهيږې چې تياره هم
څه نه پټوي
پر ميز د لګيدلې شمعې رڼا
او پر ديواله 
بې له تا ستا سيورى
عجيبه مانا لري