سفر

2020-09-21

نن مې دومره ډيره نه ياديږې

زړه مې غواړي
ياد دې له ياده وباسم
او خوب دې له خوبه
له تا وروسته
کېدای شي
له خپل سيوري
هم بيل شم
کيښتۍ ولاړه ده
سفر مې د لمر په لوري
له شپې پیلېږي
خو ته
د دې اوبو له څاڅکو 
مه بېليږه
وخت اخير دی
کيدای شي پښيمان شم
او را ياده مې شې

10/07/2018