هم ته وې چې ما پسې به راتلې
لکه رڼا پس له تيارې به راتلې
اول به زه درتلم کوټې ته اشنا
روسته له ما يو څو ډيوې به راتلې
زما په خيال کې خو هم ته اوسيدې
زما په خيال کې چې نخرې به راتلې
ما به دا ټولې اوريدې په مينه
د چا دعا د چا ښيرې به راتلې
ياد خو دې شي چې به رانغلې کله
ستا په تکل څنګه دورې به راتلې؟