غزل

2020-12-07

زور مې له زړه او فکر مې له سره وړي

دغه څوک دی چې خوب مې له نظره وړي

 

نن  مې  ډېره  تنهايي ده  محسوس  کړې

نن يو باد دی چې آه مې له ځيگره وړي

 

ته را په ياد شوې او لوگی لوگی کابل

ورته ګورم چې څه مې له هنره وړي

 

د ښايستونو يو لوي گلبڼ مې وطن

پنجاب راځي ښکلا له پېښوره وړي

 

زما وطن کې د رهبرۍ خصوصيت

چې هر وخت غوړه برخه له لښکره وړي

 

يارانو  دی  پرېښی  کاروبار  د مينې

يو تکل دی چې دا بار ښه په نره وړي