غزل

2020-09-21

دژوند چارو داسې پرېستم حميده*
چې خبر نه له ښادۍ شوم نه له عيده

تور د سترګو مې هم ورځ تر بلې سپين شو
مودې وشوې احوال نه شته له فريده*

نه پوهيږم دې کې څوک نو مقصر دی
ته پنا له ما او زه هم ستا له ديده

د حسين غوندې عاشق يم نه بدليږم
مينې راشه وروله مې تر يزيده

يو تکل د خپل وطن ابادي غواړي
نه ډاریږي نه ډاریږي له تهديده

29/09/18

*حميد: کلاسيک شاعرعبدالحمید مومند.
*فريد:مې زوي دی اوس مسافر دی.