ای د هند د غنمرنګو د رڼا ملکې
د ښايست د ښاپيريو د ښکلا ملکې
د ختيز د بېوزلانو د دنيا ملکې
مبارک دې دغه تاج شه د اسيا ملکې
مونږه هم پېغلې خړې پړې ستا په سن لرو
جړجړ اوربلونه دننه په وطن لرو
د ژوند د کيسو رنګ د زړه په شين چمن لرو
لا هم ګوزار د خپلې تورې په خپل تن لرو
موږ ښکلاپرست پيدا شوې له ازله يو
موږ د ښکلو په قدر پوه هم له اوله يو
ګوره ياغي شوې د تيغونو له اجله يو
ډيرخوپه خپل دوزخ کې سوي هم په خپله يو
ډيرې هلته ناستې چې ستا په شان غرور لري
سرکې يې ديار مينه زړه کې يو سرور لري
ستا نه به هم اوچت د خپلې ځوانۍ نور لري
ګل غوندې نازکې جرت به د منصور لري