غزل

2020-09-21

اوس مې په زور او نا زور باندې پوهېږم

د دې خپلو چيغو شور باندې پوهېږم

د جانان د مړاوو سترګو سوی سوزه
صبر صبر ستا په اور باندې پوهېږم

نور که ړوند يم که بينا يم ته مې وينې
يو دا ستا په سپين او تور باندې پوهېږم

د دې خپل ژوندون کيسه مې چاته وکړم
د دې خپل ژوندون په سور باندې پوهېږم

د تکل د لاس شراب يې رانه څښلي
د تکل د خولې پېغور باندې پوهېږم