2020-12-07
اول مې جوړ لکه انسان کړه ربه
بيا مې د حق په لار روان کړه ربه
په سوريه او عراق دې هم خفه يم
خو جوړ زما افغانستان کړه ربه
که دې لوريږي زره امن پر موږ
له څنګ مو لرې پاکستان کړه ربه
د دې حالاتو عکاسي کو ومه
منظر منظر راته جانان کړه ربه
د قام تکل به ليونی شي په کې
دا سخت مزل ورته اسان کړه ربه