2020-10-29
یو کافر بمبار نه و چې زه پکې شهید نه شوم
داسې انفجار نه و چې زه پکې شهید نه شوم
داسې دښته نه وه داسې غرونه د وطن نه وو
داسې کلی ښار نه و چې زه پکې شهید نه شوم
کوم د سترګو جنګ و چې تا زه پکې مات نه کړمه؟
کوم عشق او پیار نه و چې زه پکې شهید نه شوم؟
هی! کومه واعده زما په ژوند باندې پوره کړه تا؟
هی! کوم انتظار نه و چې زه پکې شهید نه شوم؟
کومه زمانه وه چې ستا قیس په مجنون نه و؟
کوم دار او سنګسار نه و چې زه پکې شهید نه شوم؟