2020-10-29
رڼا ناسته ده په خونې کې اوتو ته
هوا مټې بډ وهلي دي جارو ته
ښکاري تور ټوپک نیولی و ناجو ته
ما شپېلکه کړه چې والوزي (ګوګو) ته
لکه زړه داسې پرې کړی دی اشپزې
لاس مې نه ورځي سره کړي کچالو ته
ته معلمه شه چې سوله ملک ته راغله
زه به لاړ شمه یو څو کاله اُردو ته
اوس نو مه ترې کوه تمه د وعلیکم
قیسه! ولې دي سلام کاوه هندو ته
هلمند سیند غاړه لښکرګاه
ګوګو کوتره