غزل

2020-10-29

داسې یمه لکه پروت چې یم په ګور کې

کومه شپه چې مې ادې نه وي په کور کې

 

پنجابیان وړونه له مخې شهیدان کړې

پاکه خدایه جهاد فرض کړه په لاهور کې

 

د کافر پر مسلې په لمانځه ناست یم

مسلمان مې څادر وړی دی په پور کې

 

وې خدای ج کله خوشالېږي ما وې هلته

چې کوم ستړی په سیکل درسره سپور کې

 

قیس یو وخت په کوم واده کې مین شوی

اوس په ده د زړه حمله راځي په شور کې