غزل

2020-10-29

چې چلانه د مسجد پر سر ګویا شوه

تکه شنه کوتره پررر شو په هوا شوه

 

تېره شپه په اکو بکو کې غل زه شوم

کوچنی زوی مي وزیر مور یې پاچا شوه

 

توره شپه شوه د کورونو برېښنا ولاړه

یو ګړی وروسته د خان کره رڼا شوه

 

ستا که زوی وشو زما نامه پرې کېږده

زه ستا نوم پرېږدمه لور که مې پیدا شوه

 

د هغې زمانې قیس چې و مجنون شو

زه شاعر شومه واده چې مې لیلا شوه