2020-10-29
ته ددې خپل اولس په ژوند باندې خبر يې که نه؟
بلا دې واخلم په هلمند باندې خبر يې که نه؟
توره شپه ده, توره شپه ده
لښکرګاه خواره ړنده ده
ګرشک ژاړي نوزاد سوزي
د سنګين يې جنازه ده
د دېشو يې زکندن دى
خواره شوې يې ناوه ده
نادعلى په وينو سور دى
زاره ترکې يې مارجه ده
کجکى يې په غم ناست دى
په هر کونج کې يې جګړه ده
د هلمند، د هلمند، د هلمند
د زړه سوي موسئ کلا ده
د بغني کمبخت ژړا ده
د واشېر زاره چاودلې
د باغران د زړه درزا ده
ګرمسير بلا خوړلى
خانشين ته يې سودا ده
د زړه سوي دى ترېنه ورکه
سوله، سوله شا ليلا ده
موده وشوه پر ځاى پروت دى
ماته کړې نفاق ملا ده
د هلمند، د هلمند، د هلمند
ورک په ده کې بد او ښه دي
دا څه حال دى دا اوس څه دي
د باروتو تور لوګي يې
په شنو ونو را خواره دي
مسجدونه شهيدان دي
ښوونځي خراب پراته دي
ځي بل ملک ته دي روانې
مرورې يې اوبه دي
کاينات ټوله خپه دي
بې ګناه وګړي مړه دي
د هلمند، د هلمند، د هلمند
دا اوس څه د غم پېړۍ ده
په صلاح ورته نړۍ ده
بست يې وژني په مرمو يې
د تاريخ پاڼه سورۍ ده
په لېوانو کې يې ګيره
د کلتور خواره هوسۍ ده
ترخيزي اوږده لمن يې
اوس زړه ريشکۍ، ريشکۍ ده
له سپېرو خاورو يې لاندې
د سرتاج، د سر بګړۍ ده
د هلمند، د هلمند، د هلمند