2020-10-29
نشته لیلا په چا دوکه نه شې
قیسه! چې بیا په چا دوکه نه شې
لکه اولس په چا باور مه کوه
لکه پاچا په چا دوکه نه شې
چې په ژړا دچا خطا نه شې
چې په خندا په چا دوکه نه شې
شادګله! اوس پام په کابل کې کوه
چې په رښتیا په چا دوکه نه شې
وې پام کوه چاته دوکه ورنکړې
وې قیسه! یا په چا دوکه نه شې