غزل

2020-10-29

زه بیخي ښه نه یمه ته څنګه یې

ښه یې په دې وخت کې نو ښه څنګه یې

 

میسیج مې خلاص کړ زړه مې بل ډول شو

راته لیکلي یې وه زړه څنګه یې

 

د ولور کار و که بدي مدي وه

دې بیزوګانو کې واده څنګه یې

 

زه چې نیت وتړم له تاسره یم

ته چې ولاړ یې په لمانځه څنګه یې

 

دا همه شپې چې دي د قدر شپې دي

قیسه! راویښ شه ته ویده څنګه یې