غزل

2020-10-29

تکیه مې خپله ځان ته ووهله

بمبه مې خپله ځان ته ووهله

 

ما ځان ته خپل قبر په خپله جوړ کړ

بېچله مې خپله ځان ته ووهله

 

پطرول په ما باندې هغې وشیندل

خاشه مې خپله ځان ته ووهله

 

دلته په چا د چا پرده نه کېده

پرده مې خپله ځان ته ووهله

 

قیسه! ښادي مې وه څوک نه و پکې

چمبه مې خپله ځان ته ووهله