غزل

2020-10-29

د مور غوندې خوږه ساه پکې ښه اخیستل کېږي

په امن کې له ژوند نه ښه مزه اخیستل کېږي

 

ته لاړ شې سګريټ راوړې لېونیه له دکان نه

په دغو پیسو ښه ډېره مېوه اخیستل کېږي

 

وژلې ګټه نه کوي منمه چې لړم دی 

ایله کړه له زهرو یې پایده اخیستل کېږي

 

څوک راشي چپه پل واخلي څوک راشي راسته یوسي

دا څه وینم بوټونه خو جوړه اخیستل کېږي

 

په ژوند باندې زړه مه تړه بېګاه به دې واده وي

سبا ته به دې قیسه! جنازه اخیستل کېږي

 

خپله جونګړه لښکرګاه