د يوې مينې داستان

د يوې مينې داستان


  • 5 مياشتي دمخه (30/10/2020)
  • علم ګل سحر
  • 464

لیکوال: شګداین سیندآیوش (منګولیا)

ژباړه: علم ګل سحر

کله مې چې هغه جګه او زړه وړونکې نجلۍ چې د باسکټبالانو غوندې ښکارېده ولیدله، وارله واره پرې مین شوم. هغه د بدني روزنې او سپورټ ښوونکې وه. زه یې د خپلو شاګردانو د وړتیاوو لیدلو ته وربللی وم. له هغې ورځې وروسته مې کوښښ کاوو هغه ډېره ووینم، هر ځل به مې چې لیدله، زړه به مې په ټوپو شو د هغې ښکلا به نشه کولم، ورځ په ورځ مې له هغې سره مینه زیاتېدله. یوه ورځ له دفتر ه راووتم کورته روان وم، په لاره مې د هغې د مینې په باب فکر کاوو. د هغې د لربا نجلۍ په باب چې د سپورټ معلمه وه او پخپله ښکلا یې زما آرام وړی و. په خپلو خیالونو کې لاهو وم. له یوې کوڅې تېرېدم. چې یوه غښتلې لاس مې پر ګریوان حس کړ، دغه غښتلي لاس له دیوال سره ونښلولم، د لاس خاوند ته مې پام شو یو بې ډوله او لنډه غر سړی و، چې په لیدو مې یې په زړه لړزه ګډه شوه. غټو لاسونو، ګردي مخ او غوصه ناکې څېرې یې د سړي زړه چوو. په ډېره ویره په داسې حال کې چې لړزېدم، هغه ته مې وویل:

-       تاسې څه کوئ؟

هغه بیا له دیوال سره ووهلم په هیبت ناک غږ یې وویل:

-       پوهیږې که نه؟

په لړ زیدلي غږ مې وویل:

-       نه پوهېږم.

بې ډوله او غوصه ناک غاښونه یې وچیچل ویې ویل:

-       اوس به پوه شې... ماته (پک سری) وايي. د قتل په جرم بندي وم، پرون راخلاص شوم، اوس مې هم چې څوک بد وایسي هغې دنیا ته یې لېږم.

له جېبه یې غټه چاړه را وایسته، څوکه یې زما د پوزې مخې ته وګډوله.

په لړزېدلي غږ مې وویل:

-       نو ولې...؟ ما څه کړي دي، ما له تا سره څه بد کړي دي. هیبتناک لنډغر وویل:

-       ښه ده، چې بد دې نه دي کړي، کني اوس مې د دې خبرو وخت هم نه درکاوو. ژرکوه پیسې دې راوباسه.

دومره ډار شوی وم، چې نه مې شوای کولای لاسونه مې جیب ته یوسم، هغه ځنډ ونه کړ پخپله یې دا کار وکړ، زما پیسې یې راویستې پخپل جیب کې یې کېښودې، په دې وخت کې زموږ ترڅنګ یو غږ راپورته شو:

-       ولې د دغه ښاغلي په جیب کې لاس وهې؟

د غږ خاوند یو پیاوړی شل کلن ځوان و.  پک سري وخندل ویې ویل:

-       هیڅ، موږ پخواني ملګري یو، ټوکې موسره کولې.

غوښتل مې چیغې وکړم چې دغه احمق دروغ وايي، خو د هغه په سترګو کې د قهر او غضب لمبو وډار کړم. فکر مې وکړ چې که د دغه ځوان زور په هغه و نه رسېږي، کار مې خراب دی، نو په ویره مې وویل: 

-       هو، ريښتیا وايي، موږ پخواني ملګري یو، ټوکې کوو، ټوکې.

ځوان په تعجب راته وکتل، وروسته پخپله لاره روان شو او له موږ لیرې شو، د پک سري بیا پام شو، امر یې وکړ:

-       ساعت دې راوباسه.

ما خپل ساعت هغه ته ورکړ، ساعت یې ور واخیست، ویې ښورا وو، غوږته یې ونیو:

-       ګرځي... خراب خو نه دی؟ خو که خراب شي، یا وروسته پاتې شي، یا مخکې ولاړ شي نو وای ستا په حال. ولې دې د ساعت ښيښه ګرږالي کړې ده؟ احمقه ساعت سم ساتلی نه شې.

بیا مو ترڅنګ غږ پورته شو:

-       دلته څه خبره ده؟

و مې لیدل چې یو امنیتي کس زموږ خواته ولاړ دی. د هغه په لېدو مې وغوښتل په پښو کې یې ورولوېږم، څو ما له دغه دیو څخه وژغوري. خو بیا هم د دغه ځناور له سترګو د قهر لمبې بادېدې، وډار شوم له ځانه سره مې وویل:

-       اوس به مې دا ترې خلاص کړي ،خو وروسته به دغه سړی زما دښمن شي او وبه غواړي له ما غچ واخلي کار مې خراب دی، هر ډول چې وي هغه به یوه ورځ ما یوازې پیدا کړي او حساب به راسره وکړي.

پک سري بیا په ساختګي خندا وویل:

-       څه نشته، موږ دوه صمیمي او نږدې دوستان یو له ډیرې مودې وروسته مو سره ولېدل.

له دغو خبرو وروسته یې زما سر په دواړو غټو لاسونو ونیو او څو واره یې ښکل کړم، له مچو یې ډېر په عذاب شوم، پخپل لاس مې خپل مخ پاک کړ، هغه سړي پوښتنه وکړه:

-       نو ولې دې د هغه سړي ساعت ترې واخیست؟

پک سري بې له دې چې ځان وبایلي وخندل ویې ویل:

-       زما خپل ساعت و، له ده سره امانت و.

سړي ماته وکتل ویې ویل:

-       رښتیا وايي؟

فکر مې وکړ دغه امنیتي کس به تل راسره نه وي، ښه به وي چې دغه ځناور د ځان دښمن نه کړم، نو ومې ویل:

-       هو، د ده ساعت دی، له ماسره امانت و.

زما د جواب په وخت کې د پک سري لاس په خپل جیب کې و، زه پوهیدم چې د چړې لاستی کړپوي. هغه امنیتي کس ته وویل چې ما ته یې ورور ویلي دي او سره وروڼه یو، امنيتي کس سر وښوراوو، او ولاړ، بې رحمه سړی پاتې شو او زه. هغه زما په لوټولو بیا پیل وکړ:

-       بوټونه دې وباسه.

کله مې چې خپل نوي او قیمتي پوټونه وایستل، هغه ژر په پښو کړل، خپل زاړه او څیري شوي بوټونه یې زما مخې ته راواچول چې په پښو یې کړم.

په داسې یوه حالت کې مې د خپلې ګرانې معشوقې ښکلی او زړه وړونکی غږ واورېد. د هغې نجلۍ غږ چې څو ورځې کېدې چې پرې مین شوی وم، هماغه د سپورټ  ښوونکې.

-       سلام ګرانه، دلته څه کوې؟ لکه چې لاره مو یوه ده، ځه چې ځو.

پښو مې سستي کوله، غوښتل مې روان شم، خو دغه سړي تر ګریوان ونیولم او بېرته یې پخپل ځای مېخ کړم، محبوبې مې هغه ته بد بد وکتل، بې له ډاره یې ورته وویل:

-       ولې د هغه خنډ کېږې؟

پک سري په غرور وویل:

-       د تا غرض نشته ښکلې زرکې، ځه پخپل کار پسې دې ولاړه شه کنې معیوبه به دې کړم... هی... مړ موږکه د بوټو بندونه مې وتړه.

سره له دې چې ډېر شرمېدم، خو له ډاره مې اطاعت وکړ، د خپلو بوټونو تارونه مې چې اوس هغه په پښو کړي ول، وتړل.

پک سري ټیله کړم، چیغه یې وکړه:

-        اوس دغه کوتره ماته راوله.

ما د نجلۍ لاس ونیو چې د دې سړي امر پر ځای کړم، خو نجلۍ له خپل ځایه ونه خوځېده، پک سر ی پخپله د نجلۍ خواته راغی، خپل لاس یې د هغې به خوا اوږد کړ په احمقانه خندا یې ورته وویل: 

-       څنګه کوترې... اجازه راکوې لږ ساعتتیری درسره وکړم؟

مخکې له دې چې لاس یې د نجلۍ بدن ته ورسېږي، زما محبوبې په یوه چټک حرکت سره پک سری په ځمکه ووېشت هغه چې د داسې ضربې هیڅ انتظار نه درلود سخت ژوبل شو او چیغې یې پورته شوې. په سختۍ سره له ځمکې پورته شو بیا د نجلۍ په لوري ورغی.

آخ... وای... ته ودرېږه... اوس به یې در وښیم.

نجلۍ په یوه چټک حرکت سره کلکه لغته وواهه او په ځمکه ولوید. لکه مار له ډېره درده سره واوښت.

پک سري څو ځله کوښښ وکړ چې له ځمکې راپورته شي، خو په دغه کار ي ضربې له پښوولویده.

نجلۍ بې له دې چې ماته وګوري پخپله مخه ولاړه، له هغې ورځې وروسته مې چې هر وخت خپله محبوبه وینم، خپله لاره بدلوم، چې ورسره مخامخ نه شم، فکر کوئ چې له شرمه دا کار کوم؟

بيخې له شرمه نه ده، تاسې یې تصورکړئ که له هغې سره واده وکړم او په یوه ښکلې او لمرینه ورځ په ما غوصه شي، زما به څه حال وي؟