زرلښته دحماسوشاعره


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمدآمین بسمل
  • 1185

شکرشکرچې تنکۍ لښتې لوېږي

زموږښکلی بڼ لاښکلی پرې ښکارېږي

چې زرلښته په ټپه بېرغ کړي پورته

نوافغان زلمیان به څنګه په شاکېږي

قدرمنولوستونکیو!

ویاړم چې دیوې باتورې افغانې په شاعري سریزه لیکم هغه تنهاشاعره نه بلکې دهمت اوشهامت دبڼ ښکلاهم ده ماته چې ترکومه ځایه پته ده اغلې زرلښې حفیظ دخپل ژوندپه ځانګړوپړاوونوکې له نارینوڅخه لاپیاوړی رول لوبولی دی چې،داټوله وړتیایې په اشعاروکې په واقعي ډول تمثیل کوې ده دزرلښتې لیکنې له ډیرورنګینیوڅخه ډلکه ده زرلښته یوه ښه لیکواله ده دښځودژوندسره ژوره مینه لري په زړه پورې کیسې،زړه وړونکې ادبي ټوټې،په زړه پورې نظمونه اوژوندۍ حماسې اوله ولولو،ډک اشعارلري اشعارخوبه نورڅوک هم ولیکي ډیرښه اشعاربه ولیکي اوخدای دوکړي چې ویې لیکي خوماتراوسه پورې دومره ژورپیغامونه اورنګینۍ دډیروشاعرانوپه خاص ډول زموږدشاعروخویندوپه اشعاروکې نه دي لیدلې مثلاًپه یوشعرکې لیکي چې:-

                                                     سازومه سرودومه مسته اباسین په شان

                                                    ستاغمونوواخیستمه ځکه اوس سلګۍ شومه

که تاسې اوس دسازاوسروددخیالونوپه ټال کې پخپله تراباسینه پورې ورشۍ نوبیاهلته لږدمه وکړﺉ اود(تا)کلیمې ته پام وکړﺉ چې څوک یې مقصددی؟مانا(جانان)اودهغه غمونه هم وګورﺉ چې اغلې زرلښته حفیظ له نغمو څخه ساندوته وړي اوبیاپه وړو وړوسلګیوکې له تقدیرڅخه ګیله کوي،اوس به بیاهم دتاکلیمې ته تم شو(تا)مانه(جانان)چې هغه دلته (جانان)چاته وایي؟

که تاسې داغلې زرلښتې حفیظ نوراشعارنه وي لوستي نوخامخابه جانان په یوبل ډول تعبیرکړﺉ خوکه تاسې هغه پیژنی اویامودهغې نوراشعارلوستي وي نوزه پوره باورلرم چې تاسې به داغلي زرلښتې حفیظ(جانان)پکې پیداکړﺉ دهغې (جانان)ګران اوخوږافغانستان دی،روح یې دی اوځان یې دی ځکه خوزه ورته په ډيرجرت میوندي ملالۍ هم وایم زه داغلې زرلښتې حفیظ په ډېرواشعارواویاادبي لیکنوکې داسې نادره انځورونه وینم چې ګوته ورته په غاښ پاته شم اکثرادهغې په اشعارواولیکنوکې حماسې په غورځنګ راغلې دي چې دادافغاني لوړهویت له ستروبیلګوڅخه دي ددې ترڅنګ هغې دمینې داسې انځورونه کښلي لکه په یوشینکي باغ کې رنګین اوتازه ګلان دهغې په اشعاروکې مینې ته دومره لوړمقام ورکړشوی دی چې واقعاًهرانسان دې ته هڅوي چې اول خومینه وپیژني،دمینې په مفهوم سم ځان پوه کړي اوبیاپه دې لاردرب العلمین ترحضوره پورې ځان ورسوي هو!

پوره باورلرم چې دلوی خدای(ج)سپیڅلي بنده ګان هغه څوک دي چې پاکه مینه وپالي،که تاسې دمینې په اړوند د اغلې زرلښتې حفیظ دتوبې په نوم شعرولولی نوډېرې رنګینۍ به پکې ووینۍ.

هو!څرګنده خبره ده چې اکثره شعرونه برسیرن یوډول څوکه تل ته څوک ورکوزشي نوڅه به پکې ومومي داغلې زرلښتې حفیظ اشعارهم ډېرې پیچلتیاوې لري چې هرڅوک یې سم په مفهوم نه شي پوهیدی،دهغې په یوبل ډېرښایسته شعرکې یې داسې راغلې دي:

                                             زمادزړه په کتابتون کې افسانې خښې دي

                                             زمادخواراولس دمینې زمانې خښې دي

بیاهم اغلې زرلښت حفیظ په خپل پاک زړه کې پاکوولسي افسانوته ځای ورکړی اوپه خپل ولس مینه ده چې که هرڅومره ورڅخه لرې هم اوسیږي خوهره شیبه خپل ځان دخپل ولس په منځ اوخپل ولس دخپل پاک اوسپیڅلي زړه په مینځ کې ویني،دمعلوماتوله مخې هغه ډېره کاري اوباتجربه پښتنه ده هغه نه تنهاچې یوه طبي کارمنده اودناروغانوپه درملنه کې ترخپله وسه هڅه کوي بلکې دټولنیزچاپیریال داصلاح اوانساني کولولپاره هم ډېرزیات کارکوي هغه دخپل خوب اوارام لپاره ډېرکم وخت لري نوروخت یې دبشري نړۍ خدمت ته پریښی دی که تاسې ویبپاڼې وګورﺉ نودرته څرګنده به شي چې هغه څومره بوخته ښکاري،هغه دډېرلوی،مهربان،نازک اوهم دډېرکلک زړه لرونکې ده هغه په سختوحالاتوکې زړه له کاڼي څخه هم کلک کړي نورکسان رپي خوهغه لکه میوندۍ ملالۍ دهمت جنډه ترټولومخکې وړي حتی نورونارینوته مورال اوزړورتیاوربښي خوبیاکله چې مظلومه اوښکه مظلومه سلګۍ واوري نوتنکی زړګوټی یې لکه دګلاب ګل ورسره پاڼه پاڼه ورژیږي چې داله بل هرعبادت څخه لوړعبادت ګڼلای شم الله دې داسې اتلې پښتنې نورې هم دکړیدلي افغان ولس په ټبرکې راوروزي،داغلې زرلښتې حفیظ اکثره اشعارروزنیزالهام لري بیاهم تکراروم چې هغې دهوس اومینې ترمنځ دبیلتون یوه لویه کرښه کښلي ده چې دازموږدځوان نسل دروزنې لپاره بهترین سبق ګڼل کیدای شي هغې په خپل ټول اخلاص اوپاکې مینې له هیوادسره مینه دخپل شعرمحورګرزولې،دګران هیوادسرلوړي غواړي سوله ورته غواړي اودفلکلوریک ادب دودې اوپراختیالپاره ښکلي اشعارلیکې دهیواد دودونوته درناوی کوي اوخپلې خویندې په دي پلمه هڅوي اوترخپل اغیزلاندې یې راولي ترڅودګران هیواددسولې اوسوکالي لپاره دعاګانې وکړي اونذرونه په زیارتونوکېږدي لکه چې لیکي:

                                              ای دوطن پیغلې غبرګ لاسونه په زیارت کیږده

                                              سولې ته جنډې وهه نذرونه په زیارت کیږده

ومولیدل چې زموږدګران هیواد د دودونو په منځ کې ورننوزې اوهلته هم پکې دخپل ګران هیوادلپاره سوله اوسوکالي غواړي دهغې دومره اخلاص اومینې زموږډېرشاعران هڅولې چې په خپل شعرکې زموږبې وزله ولس اونړیدلي هیوادته خاصه توجه وکړي لکه څنګه چې شاعران اولیکوالان دټولنې سترګې ګڼل کیږي نودداسې سترګورې شاعرې لکه اغلې زرلښت حفیظ پیغام به خودله خوند،درد،ښکلااوالهام څخه ډک وي،ډیروښوشاعرانواغلې زرلښت حفیظ په خوراافغاني مینه په شعرونوکې ستایلي ده چې زه ورڅخه منندوی یم خوله بده مرغه زموږټولنه وروسته پاتې ده چې له هغوستاینوڅخه بیاځینې وروسته پاته کسان یوبل ته څه راباسي چې داپخپله دناپوهې لوی ثبوت دی خوزه په دې باوري یم چې اغلې زرلښت حفیظ به دیوې اتلې اوزړورې مخکښې افغانې په څیرسرمنزل ته خپل ځان رسوي،هغه په ډېره زړورتیاسره هوسبازانوته لارښیي اودخپل قام اوهیواددستونزودحل لاري ته یې رابولي خوکه په چاکې داوړتیاونه ویني اوپوه شي چې په شعوري ډول بې لاري کوي نوبیاورته داسې پیغورهم ورکوي:

 

پښتون دې نه بولم هوس کې دې بیمارګرځه

چې وطن نه پالې ولس غم نه کنارګرځه

زه خودایوډېرسخت پیغورګڼم دهغه چالپاره دهغه چالپاره کوم چې،لااوس هم زموږپه نني ناورین کې ویده پاته اودهوسونوپه ټالونوکې زانګي،ځکه خوزموږیوې شاعرې خورګلالۍ طوطاخیل اغلې حفیظ په خپل یوجالب شعرنازولي ده خوله یوشمیرکسانوڅخه یې نه تنهاچې سرټکولی دی بلکې دناامېدي فضاورباندې حاکمه شوې اوداسې لیکي:

                                                     څوک به دمینې اووفاپه نامه

                                                    ستادزړګي ټولې خانې لټوي

                                                   خوته دچادلارې تګ مه ګوره

                                                    دالباسي یاران وفانه لري

هو!اغلې زرلښت حفیظ خوبیانودومره ورته په غوسه شي چې لیکي:

                                                 نه میینیږم مینه زړه ته کمزورتیاراولي

                                                 زه پښتنه یمه احساس ته مې ګناه راولي

                                                  دغه کمزروی ټکی ځان په شان رسواته وایه

                                                  هغه چې تاپه شان رسواوي هغه چاته وایه

زه فکرکوم چې داباید د ډیرولپاره نمونه اوبس وي بیاپه تیره بیاهغوکسانوته کوم چې،خپل ځان ته نه ګوري اوله ځمکې څخه اسمان ته ټوپونه وهي همداسې کسان په ټولنه کې دپرمختګ خنډ ګرزي دویاړونوپه ځای هوسونه پالي له هغوی څخه یوځل بیااغلي ګلالۍ طوطاخیل دسرټکونې په ترڅ کې خپلې خورزرلښتې حفیظ ته داسې لیکي:

                                                    که ته ملاله دمیوندشې ورته

                                                    زوړبه دې قبرکنډواله پاته وي

                                                    دوی به دې تش په نوم ملاله بولي

                                                  ستاحماسونه به ویده پاته وي

خوږولوستونکیو!

تاسې اوس ښه په ځیرسره وګورﺉ چې دڅومره ستونځوپه منځ کې زمونږپښتنې لیکوالې ژوندکوي،خوبیاهم خپل همت له لاسه څخه نه ورکوي،(پښتنې په قامت سترې نه دي څه دي؟)لیکنې کوي،حماسې ګټي ښکلااوهنرونه پینځوي چې اغلي زرلښته حفیظ یې یوه ستره نمونه ده ددې په څنګ کې داسې نورې میړنۍ خویندې لکه موسکاستانیکزۍ هم لروچې دلوړوهیلوپه لرلوسره بیااغلي زرلښتې حفیظ ته ډاډورکوي اوپه یومطلب کې داسې ورته لیکي:

اوس دڅښتن تعالی په فضل وېښ وروڼه هم لرو،هغوی مونوم اواحساس ته درناوی لري اوانشاالله یوازې به مونوم نه یادوي،ستاسوپه پیغامونوبه عمل کوي،ستاسې حماسې به په یادساتي اوتل به موپه ورورنۍ مینه نازوي.

نوراځۍ وروڼو!چې دخپلوپښتنوخویندوستاینه اوپالنه وکړو.

په پای کې اغلې زرلښت حفیظ ته دعاګانې کوم اوله خدای تعالی څخه ورته یوسرلوړی اوویاړلی ژوندغواړم خدای دې وکړي چې دشعرګلبڼ یې تل سمسوراوښیرازوي.