اتلسمه پېړۍ کي د افغانستان وروستۍ او اسلامي نړۍ دوهمه امپراتوري چي سیمه یې له مشهد څخه تر ډهلي او له امو څخه تر عربي سمندر پوري وه.
ژمنۍ پلازمينه ئې پېښور او نور وخت کندهار ددې امپراتورۍ پلازميني وې.
په دې احمدشاهي جغرافيه کي کندهار، پېښور، نيشاپور، کشمير، کابل، لاهور، مشهد، ښکارپور هغه سيمي وې چي پکښي افغانانو ادارې، لښکرکوټونه، لنګرونه او توپخانې لرلې او پکښي د مځکو د وېش دفترونه پرانيستل او وېش سيمي ته د انګرېزیانو تر راتګ پوري کارېدله.
اټکل کېږي چي د اولسي فوځ تر څنګ چي د آسيا په کچه دغه لوی دولت ئې ساته،۵۰ زره پلي فوځيان او همدومره سپاره فوځيآن لرله. په ۱۷۶۱ع کي ددې کي دولت د کاريګرو/فوځيانو معاش شپږ روپۍ او د مشرانو دولس روپۍ د مياشتي وې. فوځيانو ته د دريو مياشتو معاش د جنگ ډگر ته د تلو څخه وړاندي ورکول کېده.
هغه خپله کورنۍ او خپلوان په دولتي چارو کي له لاسوهني او ګډون څخه ليري ساتل، یوازي خپل ولیعهد تېمور یې د جهان خان پوپلزي تر لارښووني لاندي د هيواد په لوېدیځ او ختیځ څنډو کي د سیاسي او نظامي چارو سمبالګر ټاکلی وو. د هغه د کورنۍ دا تفاوت تر دې حده وو چي تاریخ او خلکو پرته له تېمور او سلیمان څخه د احمدشاه بابا اولادونه نه پېژني، په داسي حال کي چي هغه اته زامن لرله لکه سلیمان، تیمور، شهاب، سنجر، یزدان بخش، سکندر، داراب او پرویز.
د بده مرغه د احمد شاه بابا نازوليو لمسيانو کي ځيني نااهله اشخاص ول او د دربار چاپلوسانو د مشرانو په حیث په ميراثي غلط دود وټاکل، ځکه خو احمدشاهي جغرافيه مخ پرځوړ روان سول.
د حميد او دفريد دور به بيا سي
که زه وکاندم په هر لوري تاختونه
#احمدشاه_بابا
د احمدشاه بابا د واک پر مهال د ده د ټولواکمنۍ يو شمېر واليان او چارواکي دغه کسان ول:
– د پتيالې والي امير سنګ.
– د هرات والي دروېش علي خان هزاره.
– د مشهد والي شاهرخ ميرزا (د نادر قلي لمسی).
– د نیشاپور والي عباس قلي خان.
– د بلوچستان والي نصيرخان بلوڅ.
– د سند والي نور محمدخان (چي پلازمېنه کي کراچي وو).
– د ملتان، شجاع خان ابدالي.
– د پنجاب (لاهور) شهزاده تېمورشاه.
– د کندهار شهزاده سليمان.
– د کشمير والي خواجه عبدالله خان.
– زين خان مومند د سرهند
– موسی خان د ډيره اسماعيل خان
– او اشرف خان غلجي د کلات حاکمان ټاکل سوي وه.